ایا د طالبانو په لیکو کې اختلافات شته او که وي نو څه بڼه لري؟
بي بي سي په خپل یو تازه راپور کې ویلي دي چې په افغانستان کې د طالبانو په لیکو کې اختلافات پیدا شوي دي. بي بي سي په خپل راپور کې، چې د جنورۍ پر ۱۵مه خپور شوی، ویلي چې د دې ښکارندويي د طالبانو د مشر ملا هبت الله اخوندزاده له هغه غږیز پیغامه کېږي چې نوموړي پکې له خپلمینځي اختلافاتو د ډډې کولو سپارښتنه کړې. مشال راډيو هغه غږیز پیغام نه دی اورېدلی او په خپلواکه توګه یې نه شي تاییدولای. د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د جنورۍ پر ۱۵مه په بیان کې د بي بي سي راپور رد کړ او و یې ویل چې د طالبانو په لیکو کې اختلافات نه شته. موږ پر دې موضوع له خبریال او د طالبانو او افغانستان پر چارو له ژور نظر لرونکي سمیع یوسفزي سره خبرې کړې دي او ورڅخه مو پوښتلي چې د طالبانو ترمینځ اختلافات څومره امکان لري او د کومو ډلو ترمینځ کېدای شي؟ د دې او نورو پوښتنو ځواب لپاره بشپړه مرکه واورئ.