World News in Pashto

انقره هڅه کوي چې د ریاض او اسلام اباد له دفاعي ایتلاف سره مل شي

د ناټو د غړي هیواد، ترکیې د بهرنیو چارو وزیر وايي له پاکستان او سعودي عربستان سره په خبرو بوخت دی چې د دغو دوو هیوادو له دفاعي ایتلاف سره یوځای شي. اسلام اباد او ریاض د سپتمبر په میاشت کې په خپلو کې دفاعي تړون کړی و.

هاکان فیدان د پنجشنبې په ورځ د مرغومې په ۲۵ مه خبریالانو ته وویل : « اوسمهال خبرې روانې دي خوتراوسه کوم توافق نه دی لاسلیک شوی. »

ښاغلي فیدان زیاته کړه چې ولسمشر رجب طیب اردوغان د یوه نسبتا لوی پلتفورم د رامینځ ته کولو لپاره پراخ اوجامع نظرلري.

بلخوا د پاکستان د دفاعي صنایعو وزیر رضا حیات هراج د چهارشنبې په ورځ رویترز خبري اژانس ته وویل چې د سیمه ییزو درې قدرتونو ترمینځ دغه محتمل توافق، د پاکستان او سعودي عربستان له هغه توافق څخه جلا دی چې تیر کال اعلان شو.

هغه زیاته کړه د درې اړخیز توافق د نهايی کولولپاره د انقرې ، ریاض او اسلام اباد ترمینځ اجماع ضروري ده.

د ریاض او اسلام اباد ترمینځ توافق، دهند او پاکستان ترمینځ د مې په میاشت کې له څلور ورځني سخت جنګ څو میاشتې وروسته لاسلیک شو.

Читайте на сайте