World News in Pashto

په کراچۍ کې د اور لګېدو په پېښه کې ۶ کسان وژل شوي

په کراچۍ کې په یوې پلازه کې د اور لګېدو په پېښه کې ۶ کسان وژل شوي او شاوخوا ۲۰ ټپیان دي.اور په اېم اې جناح سړک د جنورۍ پر ۱۷مه د ماخستن په شاوخوا لس نیمې بجې د ګل پلازې پر لومړي پوړ ولګېد.

په کراچۍ کې د ژغورنې ادارې (ریسکیو ۱۱۲۲) ویاند حسان الحسیب رويټرز اژانس ته ويلي چې د اورلګېدو اطلاع ترلاسه کولو سره سم یې د ژغورنکو ډله د اور وژلو لپاره واستوله خو اور نورو پوړونو ته خور شوی وو.

نوموړي د پاکستان ډان ورځپاڼې ته ويلي چې د اور لګېدو له امله ۲۰ تنه زخمیان شوي هم دي. د هغه په وینا چې په پلازه کې شاوخوا ۱،۲۰۰ دوکانونه دي.

د پولیسو یو چارواکي محسن رضا رسنیو ته په استولي بیان کې ویلي چې له لومړینو معلوماتو څرګندېږي چې اور په یو دوکان کې د بجلۍ سرکټ د شارټ کېدو له وجې لګیدلی دی.

د ۲۰۲۵ز کال د جون په میاشت کې هم د کراچۍ په یوه کارخانه کې اورلګېدلی وو چې پکې ۵ اور وژونکي ژوبل شوي ول چې ورباندې د ۳۰ ساعتونو تر هڅو وروسته قابو موندل شوی وو.

Читайте на сайте