World News in Pashto

ولسمشر ټرمپ وايي وخت راغلی په ایران کې نوي مشران واک سمبال کړي

امریکايي ولسمشر ډانلډ ټرمپ وايي چې وخت راغلی چې نوي مشران د ایران واک سمبال کړي.هغه دا خبره تر هغې وروسته کړې چې په ایران کې لسګونه زره مظاهرچیان لارو کوڅو ته ووتل او د ۱۹۷۹ز کال له انقلاب راهیسې یې د اسلامي جمهوریت مشروعیت ته تر ټولو جدي ګواښ پېښ کړی.

ولسمشر ټرمپ پولېټیکو رسنۍ ته په یوه مرکه کې، چې د جنورۍ پر ۱۷مه خپره شوې، ویلي، "په ایران کې د نوي مشرتابه د لټون وخت راغلی" دی.

ټرمپ په خپلو خبرو کې د ایران پر ستر مذهبي مشر ایت الله علي خامنه يي هم مستقیمې نیوکې وکړې او و یې ویل چې هغه "د یو هېواد د مشر په توګه د ملک د بشپړې ویجاړۍ او د یو بېساري تاوتریخوالي د استعمال لپاره پړ دی."

تر دې مخکې خامنه يي په خپلو څرګندونو کې پر امریکا او ټرمپ سختې نیوکې کړې وې. نوموړې د جنورۍ پر ۱۷مه ولس ته په وینا کې وروستۍ مظاهرې "د امریکايي فتنې" په نوم یادې کړې او و یې ویل چې "حساب یې باید له امریکا سره وشي." خامنه يي له ۳۷ کلونو راهیسې ستر مذهبي مشر دی او په اړه یې ویل کېږي چې اصلي واک له همهغه سره دی.

په ایران کې د ډېسېمبر پر ۲۸مه د ګرانې او تومان ارزښت ټیټېدو خلاف مظاهرې پیل شوې چې وروسته په حکومت ضد احتجاجونو بدلې شوې. د بشري حقونې یوې ناروې میشتې ډلې د امنیتي ځواکونو په کاروایانو کې د ۳،۴۲۸ مظاهرچیانو وژل کېدل تایید کړي دي. خو د بشري حقونو امریکا مېشتي خپلواک سازمان خبري اژانس هرانا د ټولو وژل شویو شمېر ۳،۰۹۰ ښيي چې ورڅخه یې ۲،۸۸۵ احتجاجیان دي.

اژانس زیاتوي چې په هغه هېواد کې تر ۲۲،۰۰۰ زیات مظاهرچیان نیول شوي دي.

خامنه يي هم د جنورۍ پر ۱۶مه په خپلو خبرو کې د "زرګونو کسانو وژل کېدل" تایید کړل خو کره شمېر یې و نه ښوده.

مشال راډیو په خپلواکه توګه هغه ارقام نه شي تاییدولای.

Читайте на сайте