World News in Pashto

د یوې پارلماني څیړنې موندنې ښیي چې جرمني نه غواړي له پاکستان څخه له زرو زیات افغانان هغه هیواد ته ولیږدوي

له زرو څخه زیات افغانان چې پرافغانستان د طالبانو له بیا واکمنیدو وروسته جرمني ورسره ژمنه کړې وه چې هغه هیواد ته به یې لیږدوي، د بیا مېشتېدو اجازې یې رد شوې دي.

د جرمني "نویه اوسنا بروکرڅایتونګ" ورځپاڼې د سې شنبې په ورځ د پارلماني څیړنې د موندنو له مخې راپور ورکړ چې له دوه زره ۳۰۸ افغانانو څخه چې په راتلونکې کې په جرمني کې د میشتیدو په اړه د پریکړې په تمه دي، نږدې نیمایي یې ته به یې جرمني ته د داخلېدو اجازه ورنه کړل شي.

د جرمني ډي پي اې خبري آژانس د راپورله مخې اټکل کېږي چې دغه شمیر افغانان له میاشتو یا کلونو راهیسې په پاکستان کې بند پاتې دي او په جرمني کې د بیا مېشتېدو د پروګرام له لارې له هغه هیواد څخه د وتلو په تمه دي.

دا هغه ډله افغانان دي چې یوشمیریې په افغانستان کې په تیرجمهوري نظام کې د جرمني له ادارو او بنسټونو سره کارکړی، د هغوی د کورنۍ غړي او یوشمیرنور یې لکه د وکیلانو او خبریالانو په ګډون هغه کسان دي چې ویل کیږي د طالبانو له خوا د ځورونې له خطرسره مخ دي.

د جرمني د صدراعظم فریدریش میرڅ په مشرۍ محافظه‌ کاره ایتلافي حکومت د تیرکال په می میاشت کې واک ته له رسیدو وروسته د کډوالۍ پر وړاندې د سخت دریځه سیاست د یوې برخې په توګه د افغانانو لپاره د بیا مېشتېدو پروګرامونه وځنډول.

د هغو کسانو وضعیت چې جرمني ته د داخلېدو په تمه دي، هغه وخت لا پسې جدي شو چې پاکستان اعلان وکړ افغانان به بېرته افغانستان ته استوي، ان هغه کسان هم چې د جرمني د بیا مېشتېدو رسمي اجازې لري.

سره له دې چې د جرمني د حکومت تګلاره په دې برخه کې بدله شوې، خو له مې میاشتې راهیسې شاوخوا ۷۸۸ افغانان توانېدلي چې جرمني ته لاړشي. دا هغه افغانانان دي چې ډېری یې د جرمني په محکمو کې دوسیې ګټلي او جرمني ته د داخلیدو قانوني حق یې ترلاسه کړی دی.

د ورځپاڼې د راپور له مخې، د نورو ۴۱۰ کسانو پردوسیې هم د جرمني په محاکمو کې غورکیږي.

د جرمني د کيڼ اړخي ګوند استازې، کلارا بونګر، د حکومت پر کړنو سختې نیوکې وکړې. هغې «نویه اوسنابروکر څایتونګ» ته وویل:

"دا چې فدرالي حکومت په ساده ډول نیمایي هغه افغانان پرېږدي چې د جرمني په فدرالي جمهوریت کې د منلو ژمنې ورسره شوې وې، بې ‌مسؤلیته، سپک او له انساني پلوه د زغملو وړ نه دي."

Читайте на сайте