World News in Pashto

UNHCR: په پاکستان کې د افغان کډوالو پرتګ راتګ محدودیتونو د هغوی ژوند سخت کړی دی

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ (UNHCR) خبرداری ورکړی چې په پاکستان کې د افغان کډوالو پرتګ راتګ لګېدلي محدودیتونه بنسټیزو خدمتونو او د عاید سرچینو ته د دوی لاسرسی سخت محدود کړی او ډېری کورنۍ یې له سختو مالي بحرانونو سره مخ کړې دي.

په هغه راپورکې چې د ملګروملتونو د بشري چارو د همغږۍ ادارې اوچا اړوند ریلیف ویبپاڼه کې د سې شنبې په ورځ خپورشوی، هغو افغانانو چې په اسلام ‌اباد، راولپنډۍ او شاوخوا ولسوالیو لکه اټک کې ژوند کوي، له خپلو کورونو د ایستلو، د پولیسو له خوا د ځورونو، نیونو او شړلو د پېښو د زیاتوالي راپورونه ورکړي دي. د راپورله مخې په خیبر پښتونخوا ایالت کې سیمه ییزو چارواکو ته د کډوالو د مېشت ځایونو د بنسټیزو تاسیساتو د سپارلولړۍ ګړندۍ شوې. په دغو مېشت ځایونو کې د زده‌ کړې، روغتیا، اوبو او ټولنیزو سرچینو اسانتیاوې سیمه ییزو او ایالتي چارواکو ته سپارل شوي چې دې کار په خیبرپښتونخوا کې د بشري مرستو د فعالیت فضا په څرګند ډول بدله کړې.

د UNHCR د معلوماتو له مخې، په ۲۰۲۵ کال کې له ۱،۱ میلیونه څخه ډېر کسان افغانستان ته ستانه شوي، چې له دې ډلې تر ۱۵۴ زرو ډېر کسان جبري ایستل شوي دي.

د ملګروملتونو د کډوالو د عالي کمیشنرۍ د شمیرو له مخې د ۲۰۲۳ کال د سپټمبرله میاشتې راهیسې تر ۱،۹ میلیونه ډېر افغانان افغانستان ته ستانه شوي دي، چې په کې د POR او ACC کارټ لرونکي او بې اسناده کسان شامل دي. د POR کارټ لرونکي په هغه هیواد کې د کډوالو په توګه ثبت دي او د ACC کارټ لرونکي هم د افغان اتباعو په توګه ثبت دي چې محدود خوندیتوب لري.

یواین ایچ سي آر د ټولو هغو افغانانو شمیرچې دا مهال په پاکستان کې اوسي، شاوخوا ۲ میلیونه یاد کړی دی.

Читайте на сайте