World News in Pashto

ملي ټیم ویسټ اندیز ، او U-19 ټیم تانزانیا ته ماته ورکړه

د افغانستان د کریکټ ملي ټیم د چهارشنبې په ورځ د ویست انديز په وړاندې د ۳ شل اوریزو لوبو د سیریز دوهمه لوبه هم وګټله او دغه سیریز یې په خپل نوم کړ.دبۍ کې ددغې لوبې پیل کې افغانستان بیټنګ وکړ او په شلو اورونو کې یې د ۴ لوبغاړو په سوځیدلو،سیالې لوبډلې ته ۱۹۰ منډو هدف وټاکه.د ویست اندیز ټیم یواځې ۱۵۰ منډې وکړې او په نولسم اور کې یې خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکړل.بلخوا، دافغانستان له ۱۹ کلونو د کم عمر لوبغاړو ټیم د چهارشنبې په ورځ تانزانیا ته په ماتې ورکولو په U-19 نړیوال جام کې دریمه پرله پسې بریا خپله کړه.دافغانستان U-19 ټیم په داسې حال کې چې ۲۲۴ ټوپونه یې درلودل سیاله لوبډله په ۹ ویکټو ماته کړه.دافغانستان U-19ټیم لدې مخکې په D ګروپ کې د جنوبي افریقا او ویست انډیز ټیمونو ته ماته ورکړې.

Читайте на сайте