World News in Pashto

د ملګروملتونو امنیت شورا په کابل کې وروستۍ چاودنه په کلکه وغندله

د ملګرو ملتونو امنیت شورا په افغانستان کې په کابل کې د چینایانو په یوه رستورانټ کې وروستۍ خونړۍ چاودنه په کلکه وغندله.

دې شورا پرون چهارشنبې په یوه بیان کې یو ځل بیا ټینګار وکړ چې ترهګري په ټولو شکلونو او بڼو د افغانستان او همدارنګه د نړۍ د سولې او امنیت پر وړاندې له تر ټولو جدي ګواښونو څخه ده.

په دې چاودنه کې چې د تیرې دوشنبې په ورځ د کابل په شهرنو سیمه کې د چینایانو په یوه رستورانټ کې وشوه او مسولیت یې د اسلامي دولت ډلې یا داعش د خراسان څانګې واخیست، اوه تنه ووژل شول چې یو یې چینایی وګړی و. د دې پیښې په شاوخوا شلو ټپیانو کې هم د یوه بل چینایي وګړي د سخت ټپي کیدو ویل شوي و.

د ملګروملتونو امنیت شورا د دې اړتیا پر ټینګار سره چې "د دغو کرکجنو ترهګریزو اعمالو عاملین، تنظیموونکي، تمویل کوونکي او ملاتړ کوونکي باید مسؤل وګرځول شي او عدالت ته راکاږل شي" له "ټولو هېوادونو وغوښتل چې د نړیوالو قوانینو او د امنیت شورا د اړوندو پرېکړه ‌لیکونو له مخې دې په دې برخه کې له ټولو اړوندو ادارو سره فعاله همکاري وکړي."

د طالبانو د کابل د امنیې قومندانۍ ویاند خالد زدراڼ وویل چې د دې چاودنې د څرنګوالي په اړه پلټنه پیل شوې ده.

Читайте на сайте