ټرمپ د "سولې پلاوی" اعلان کړ
د متحدو ایالاتو ولسمشر دونالد ټرمپ د پنجشنبې په ورځ د "سولې پلاوی" اعلان کړ.د ولسمشر ټرمپ په مشری دغه پلاوی یا بورډ به پیل کې په غزه کې د سولې په ټینګښت تمرکز کوي.ددغه ابتکار د لاس لیک مراسم د سویس په داووس ښار کې ترسره شول.دنړۍ ګڼ مشران په داووس کې د ( WEF) یا د اقتصاد دنړیوالې ټولنې کلنۍ غونډه کې ګډون لپاره دغه ښار کې دي.ټرمپ وویل : " کله چې دغه پلاوی په بشپړه توګه تشکیل شي ، مونږ کولای شو تقریبا هرکار چې وغواړو وکړو ، او دا کار به له ملګرو ملتونو سره په هماهنګۍ ترسره کړو."هغه وویل ملګري ملتونه لوی امکانات لري چې تراوسه په بشپړه توګه ترې استفاده نه ده شوې.ټرمپ د نړۍ لسګونو مشرانو ته بلنه ورکړه چې دغه پلاوي سره یوځای شي او وویل چې غواړي دغه پلاوی په غزه کې د اوربند د ټینګښت سربیره د نوروستونزو اواري ته هم پاملرنه وکړي.