ايران کې نوې ويډيوګانې پر مظاهرچيانو تشدد ښکاره کوي
نوې ويډیوګانې ښیې چې د جنورۍ پر اتمه د ایران امنیتي ځواکونه پر مظاهرچیانو مخامخ ډزې کوي، په کورونو ننوځي او خلک وهي ټکوي او نیسې یې. د بشري حقونو امریکا مېشتی سازمان هرانا وايي چې په مظاهرو کې د ۴،۵۰۰ کسانو وژل کېدل تاييد کړي او ښايي دا شمېر لا زیات شي. د ایران حکومت د جنورۍ پر ۲۱مه وویل چې په مظاهرو کې ۳،۱۱۷ تنه وژل شوي دي. د مشال راډیو د خبر د مرکزي له ویډیو جوړ رپورټ.