World News in Pashto

په افغانستان کې د ورښتونو قربانیان په زیاتیدو دي

په افغانستان کې د سختې واورې او باران له امله لږ تر لږه ۱۴ کسان مړه شوې دي یوشمیر کورونه نړیدلي دي او ځیني لویې لارې د واورو د وریدو له امله بندې شوې دي.

د طالبانو د فواید عامې وزارت ویاند محمد اشرف حق شناس په یوه پيغام کې چې له کورنیو رسنیو سره یې د پنجشنبې په ورځ شریک کړ د ورښتونو له امله د بندو شویو لارو په اړه وویل:

« د سالنګونو په شمول په بامیان، دایکنډي، غور، خوست، پکتیا، میدان وردګ او غزني ولایتونو کې یوشمیر لارې د واورې د وریدو او دوامداره توپان له امله په لنډمهاله ډول د ترافیکو پر مخ تړل شوې دي»

په شمالي سالنګ کې د پنجشنبې په ورځ د واورې ضخامت تر څلور مترو او شپيتو سانتي پورې رسیدلی و او په جنوبي سالنګ کې واوره دوه متره او شپيته سانتي وه. چې ډیرې واورې د لارې د پاکولو عملیات له خنډ سره مخامخ کړل.

نن جمعه ( جنوري ۲۳ مه) په سالنګونو کې د تیزو بادونو اټکل شوی دی چې سرعت به یې تر اتیا کیلومتره په ساعت کې وي، د دې وړاندوینې له مخې ګرانه ښکاري چې د سالنګ لاره دې نن هم د ترافیک پرمخ پرانیستل شي. د نورو لارو د پرانیستو لپاره پرون هڅې کیدې چې نن یې ځیني خلاصې شوې دي.

د افغانستان د چاپيریال ساتنې د ادارې پخوانی مرستیال ولي مدقق ازادي راډيو ته وویل چې واورې او بارانونه د هوا د ککړتیا په له منځه وړلو کې ډیره ونډه لري او په ځانګړي ډول د دې وخت واورې که څه نورې هم زیاتې شي د زرغون چاپیریال سبب کیدای شي:

« واورې په اصل کې د اوبو زیرمې دي. په تدریج سره د واورې اوبه کیدل د چینو، سیندونو او ترمځکې لاندې د اوبو د تغذیه کولو سرچینه ده. د دې ترڅنګ کولی شي د ناڅاپي سیلابونو مخنیوی وکړي، همداراز واوره نه پریږدي چې د خاورې د سر برخه کنګل شي او د نباتاتو زړي او د هغوی ریښې سالمې ساتي»

د راپورونو له مخې د ورښتونو له امله مرګ ژوبله په کندهار، پروان، بامیان، میدان وردک، جوزجان او فاریاب کې اوښتې ده. تر اوسه د نژدې لسو کورونو د زیانمنیدو او د شاوخوا پنځه سوه څارویو د تلف کیدو خبر ورکړل شوی دی.

په نورستان کې سیمه ییزو چارواکو د پنجشنبه په ورځ وویل چې له سختو ورښتونو وروسته د یوه کور د چت د نړیدو له امله درې ماشومان مړه شوي، یو ټپي شوی او یوه میرمن هم ژوبله شوې ده.

بل لور ته د چهارشنبې په ورځ د کندهار په ډنډ ولسوالي کې د یوه کور د چت د نړیدو له امله شپږو ماشومانو ژوند له لاسه ورکړی دی.

د هوا پېژندنې ادارې په راتلونکو ورځو کې هم په څو ختیځو او شمال ختیځو ولایتونو کې د نورو ورښتونو خبرداری ورکړی دی.

د طالبانو د ترانسپورټ او هوایي چلند د وزارت له لورې په خپاره شوي بیان کې نن جمعه په بدخشان، نورستان، پنجشیر، کونړ، لغمان، کاپیسا، ننګرهار، لوګر، پکتیا او خوست کې د واورو او بارانونو اټکل شوی دی. د بیان له مخې باران له لسو تر پنځه ویشت ملي مترو پورې او واوره له لسو تر څلویښت سانتي مترو پورې اټکل کیږي.

Читайте на сайте