World News in Pashto

د اسلام اباد پوليسو د بشري حقونو فعاله او وکيله ايمان مزارۍ او د هغې خاوند نيولي دي

د اسلام اباد پوليسو د بشري حقونو فعاله او قانون پوهه ايمان مزارۍ له خپل خاوند او وکیل هادي علي چټه سره یو ځای ګرفتار کړي دي.د ايمان مزارۍ مور او د پاکستان تحریک انصاف (پي ټي ای) په حکومت کې د هغه هېواد پخوانۍ وزیرې شيرین مزارۍ پر اېکس پاڼه په یو بیان کې پخلی کړی دی چې لور او زوم یې د جنورۍ پر ۲۳مه نیول شوي او "په دوو جلا جلا ګاډو کې پر ناڅرګند لوري ته وړل شوي دي."

شيرین مزاري تور پورې کړی چې پولیسو له تشدده کار اخیستی او د هغوی د ګاډي ښیښې یې هم ماتې کړې دي او د دې په وینا، "پولیسو د ګرفتارۍ پرمهال هیڅ وارنټ هم نه دی ښوولی."

د پولیسو له خوا تراوسه په دې اړه رسمي غبرګون مخې ته نه دی راغلی او نه هم حکومتي چارواکو پر دې موضوع څه ویلي دي.

دا په داسې حال کې ده چې ټاکل شوې وه ايمان مزارۍ او د هغې خاوند هادي علي چټه پر اېکس (پخواني ټوېټر) د لانجمنو ټویټونو په مقدمه کې ضلعي عدالت ته حاضر شي.

ايډيشنل ډسټرکټ اينډ سيشن جج محمد افضل مجوکا پر ټولنيزو رسنيو د "جنجالي پوسټونو" په مقدمه کې د جنوري پر ۱۶مه د ايمان مزارۍ او هادي چټه د نیولو امر کړی وو.

د اسلام اباد های کورټ او ضلعي عدالتونو د وکيلانو ټولنو په جلا جلا بیانونه کې د ايمان مزارۍ او د هغې د خاوند هادي علي چټه نیول غندلي او د دې عمل پرضد یې د جنورۍ پر ۲۳مه له عدالتونو پرېکون کړی دی.

د ايمان مزارۍ او هادي چټه پرضد د ۲۰۲۵ز کال د اګست پر ۱۲مه په اسلام اباد کې درج شوې مقدمه کې تور پورې شوی چې په پاکستان کې د بې درکه کسانو د ستونزې په اړه یې پر ټولنیزو شبکو "ناقانونه" څرګندونې کړې وې.

ايمان مزارۍ د جنورۍ پر ۲۰مه پر اېکس په خپاره کړي بيان کې ويلي وو چې پوليس په هر صورت هغوی ګرفتارول غواړي.

نیول شوي دواړه قانون پوهان د پاکستان حکومتي او امنیتي چارواکي د بشري حقونو په سرغړونو تورنوي او په وار وار يې غږ پورته کړی چې په زوره د خلکو د بې درکه کولو لړۍ دې ودرول شي.

ايمان مزارۍ څو ځلې په اسلام اباد کې د نيول شويو پښتنو او د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) د نيول شويو غړيو ترڅنګ د بې درکه کړل شويو کسانو وکالت هم کړی دی.

پوليسو تر دې وړاندې هم مزارۍ څو ځلې نيولې ده. نوموړې په لومړي ځل د اسلام اباد پوليسو د ۲۰۲۳ز کال د اګست پر ۲۰مه نيولې وه او پر هغې او د پي ټي اېم پر مخکښ علي وزير یې تور پورې کړی وو چې د همهغه کال د اګست پر ۱۸مه يې په اسلام اباد کې د پښتون ژغورنې غورځنګ جلسې ته په وینا کې پر امنيتي ادارو نيوکې کړې وې.

وروسته د ترهګرۍ ضد عدالت هغه د درو ورځو په جسماني ريمانډ پوليسو ته سپارلې وه، خو د اګست پر ۲۲مه د اسلام اباد يو عدالت د هغې ضمانت ومانه.

هغه مهال پر ټولنیزو شبکو په خپرو شوو ویډګانو کې لیدل شوي ول چې علي وزیر او ایمان مزارۍ د وينا پر مهال د جبري تښتونو لپاره پر پوځي ايسټېبليشمېنټ انتقاد کوي.

د پاکستان پر امنیتي او استخباراتي ادارو په هغه هېواد کې د جبري تښتونو تورونه پورې کېږي خو هغوی دا ډول تورونه په وار وار رد کړي دي.

Читайте на сайте