World News in Pashto

د افغانستان په یوشمیر ولایتونو کې د درنې واورې او بارانونو د دوام اټکل

د طالبانو د حکومت د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندنې ریاست د افغانستان په ۲۱ ولایتونو کې د واورې او باران د احمتالي ورښت خبرداری ورکړی دی.

دې ریاست د یکشنبې په ورځ د دلوې په پنځمه په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې نورستان، کنړ، بغلان، پروان، لوګر، پکتیا، پکتیکا، میدان وردګ، بامیان، غزني، زابل، ارزګان، دایکنډی، غور، کندهار، هلمند، نیمروز، فراه، هرات، بادغیس او فاریاب ولایتونه به نن دوشنبه د نسبتاً درنې واورې، سخت باران او تېزو بادونو شاهدان وي.

د باران اندازه په بېلابېلو سیمو کې له ۱۰ تر ۴۰ ملي مترو او د واورې اندازه له ۱۰ تر ۴۰ سانتي مترو پورې اټکل شوې ده.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې درنه واوره شوې چې له امله یې خلکو ته ځاني او مالي زیانونه اوښتي دي.

د طالبانو د پېښو پر وړاندې د چمتووالي ادارې شمېرې ښيي چې د تېرې چهارشنبې راهیسې د واورې او باران له امله له ۶۰ ډېر کسان مړه شوي او له ۱۰۰ زیات نور ټپیان شوي دي.

Читайте на сайте