د طالبانو حکومت د خبریالانو او رسنیو نږدې ټول ملاتړي بنسټونه لغوه کړي دي
د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د دوشنبې په ورځ په دې اړه یوه اعلامیه ورکړې ده.د دغه وزارت ویاند خبیب غفران رسنیو ته په یوه پیغام کې ویلي چې دوی یواځې «د افغان خبریالانو او رسنیو ملاتړ بنسټ»، «افغان مطبوعاتي مرکز» او «د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې» جوازونه تمدید کړي دي.له دغو دریو پرته پاتې نور ټول سازمانونه او بنسټونو لغوه شوي.د طالبانو حکومت د دغو بنسټونو مسوولین په غیر مسلکیتوب تورن کړي او ادعا یې کړې چې په نړیواله کچه یې د افغانستان د رسنیزو بنسټونو باور ته زیان رسولی وو.د طالبانو دغه اقدام د رسنیزو فعالانو عکس العملونه پارولي.له دې ډلې رسنیز فعال او افغانستان کې د جنوبي اسیا د رسنیو سفما پخواني مشر ضیا بومیا ازادي راډیو ته وویل چې د ده په خبره له استبدادي نظامونو له دې ډېره تمه نه شي کیدای.