جاپانیانو چین ته له لېږدوونکو پانډاګانو سره مخه ښه کړې
د جاپان حکومت هغه دوه پانډاګان چین ته لېږدوي چې بیجنګ ورته د "پانډا ډېپلوماسۍ" په نوم د لسیزو پخواني دود له مخې ورکړي ول. په دې لړ کې د جنورۍ پر ۲۵مه ګڼ خلک د ټوکیو ژوبڼ ته له دوو پانډاګانو سره مخه ښې ته ورغلي ول. دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو کې د ټوکیو او بیجنګ ترمینځ تعلقات ساړه شوي دي. په دې اړه د رویټرز او اې اېف پي له ویډيوګانو جوړ رپورټ وګورئ.