World News in Pashto

سېف د چلډرن: د پنځه میاشتې مخکې زلزلې اغېزمنو شویو کورنیو ژوند د یخ موسم له کبله له خطر سره مخامخ دی

داسې مهال چې نن سه شنبه د جنورۍ ۲۷مه د افغانستان په ختیځو ولایتونو کې د واورو او بارانونو اټکل شوی د ماشومانو د ژغورنې سازمان " سیف د چلډرن" خبرداری ورکړی چې د افغانستان ختیځ په پنځه میاشتې مخکې شوې زلزله کې د اغیزمنو شویو کورنیو او ماشومان ژوند د سختې یخنې او اورښتونو له امله له خطر سره مخامخ دی.

دغه سازمان په یوه خبرپاڼه کې چې دوشنبه د جنورۍ ۲۶مه یې په خپل ویب پاڼه خپره کړې ویلي، لا هم نږدې ۵۷۰۰ کورنۍ د سختې یخنۍ او واورې په منځ کې په خیمو کې ژوند کوي او یوازې په یو ترپال سره له واورې او سوړ باد خوندي دي.

په خبرپاڼه کې په افغانستان کې د سیف د چلډرن د رییس بوجار هوکسا له قوله راغلي: « له زلزلې پنځه میاشتې وروسته هم ډیرې ماشومان او د هغوی کورنۍ خیمې د خپلو کورونو په توګه کاروي او سړه هوا د زلزله ځپلو ماشومانو ژوند ګواښي.»

دا په داسې حال کې ده چې مخکې تر دې د جنوري په ۲۵ مه د روغتیا نړیوال سازمان ویلي وو، چې د ژمې په سختېدو سره په ټول افغانستان کې د تنفسي او سینه بغل ناروغیو او له امله یې د مړینو پېښې مخ په ډېرېدو دي.

د افغانستان په ډېری ولایتونو کې د واورې او بارانونو وروستۍ څپې یو شمېر خلکو ته مالي او ځاني زیانونه اړولي دي.

د کونړ او ننګرهار یو شمېر زلزله ځپلي وايي د واورې وروستۍ څپې یې خیمې نړولي او اوس مهال یخه هوا کې سخت ژوند تېروي.

د کونړ د څوکۍ ولسوالۍ د دیوه ګل درې یوه زلزله ځپلي میرمحمد ازادي راډيو ته وویل، د وروستۍ واورې له امله یې خیمه له منځه تللی دي:

"واورې وشوې، خیمې مو له منځه لاړې، ماشومان ټول په اوبو کې پراته دي، ټول ماشومان ناروغان دي، موږ له حکومت او بهرنیو موسسو غواړو چې موږ سره د سرپنا په برخه کې مرسته وکړي."

د همدې ولسوالۍ د چلس د سیمې یو زلزله ځپلي خان محمد چې په خبره یې په یوه خیمه کې له خپلې پنځه کسیزې کورنۍ سره ژوند کوي ازادي راډيو ته وویل:

"بارانونه وشول، هوا ډېره سړه شوې ده، په خیمو کې ژوند نه کیږي، خوب مو نشته، خیمې مو له اوبو ډکې دي، موږ سرپناه ته اړتیا لرو چې حکومت یې موږ ته جوړې کړي."

په ورته وخت کې د ننګرهار د دره نور ولسوالۍ د ستن د سیمې یوه زلزلي عبدالمالک اتل ازادي راډيو ته وویل چې د وروستۍ سختې واورې له امله د زلزله ځپلو خیمې نړیدلي او د سیمې خلک اوس مهال له سختو ستونزو سره مخ دی.

"په دره نور کې په پرلپسې دوه ځل سخته واوره وشوه چې له امله یې د ستن کلي د زلزله ځپلو کمپ کې خیمې ونړېدې، او خلک له سختو ستونزو سره مخ شول، ماشومان چې عمرونه یې له اته کلونو کم دی ډیری یې سینه بغل شوی دی، دا خلک سرپناه ته اړتیا لري."

دغه زلزله ځپلي له حکومت او مرستندویه ټولنو نه د دایمي سرپنا او ژمنیو توکو د مرستې غوښتنه کوي.

د ماشومانو د ژغورنې سازمان " سیف د چلډرن" ویلي چې په کونړ کې یې له نږدې ۳ زره کورنیو سره د ژمنیو بستو چې په کې کمبلې، ګرمې جامې او د کور د اړتیا وړ توکي شامل دی مرسته کړې خو ټینګار یې کړی چې د اغیزمنو کورنیو د ملاتړ لپاره بیړنیو اضافي سرچینو ته اړتیا ده.

د تېر ۲۰۲۵ کال په د اګسټ په وروستیو کې د افغانستان ختیځ ولایتونه په ځانګړي ډول کونړ مرګونې زلزلې وځپه چې په کې د طالبانو د حکومت د رسمي شمېرو له مخې، لږ تر لږه ۲۲۰۰ کسان ووژل شول او شاوخوا څلور زره نور ټپیان شول.

دغه شان زرګونه کورونه هم د دغه زلزلې له امله ویجاړ شول.

Читайте на сайте