World News in Pashto

افغانستان او ایران نن د اسیا جام په فوټسال کې سره مخ دي

د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله نن مازیګر له ایران سره مخ کېږي.

دا د اندونیزیا په کوربه توب د فوټسال د اسیايي جام په ګروپي دور کې د افغانستان وروستۍ لوبه ده.

افغانستان دمګړۍ د ډي ګروپ په سر کې ځای لري ځکه خپلې دواړه لومړۍ لوبې یې ګټلي.

په اولنۍ لوبه کې یې درې پر صفر سعودي عربستان مات کړی او په دویمه لوبه کې یې اوه پر صفر مالیزیا له مخې لرې کړې ده.

ایران هم خپله لومړۍ لوبه ۴ پر ۱ له مالیزیا او دویمه لوبه ۲ پر صفر له سعودي عربستان ګټلې.

د افغانستان د فوټسال د ملي ټیم مشر روزونکی مجید مرتضايي چې په خپله هم د ایران دی ویلي دا وار به د افغانستان د ملي ټیم د بریا لپاره هڅه کوي ځکه وروستی وار افغانستان او ایران د اسلامي پیوستون په لوبو کې خپله مسابقه مساوي کړې وه.

یاده دې وي چې افغانستان واردمخه د اسیايي جام د فوټسال حذفي پړاو یا اتو غوره لوبډلو ته وتلی دی او د ایران په وړاندې بریا یا ماته به په راتلونکي پړاو کوم خاص تاثیر ونه لري خو یواځې به د ګروپ د سر ټیم معلومیږي.

Читайте на сайте