World News in Pashto

په بلوچستان کې انټرنیټ او ټيلیفون بند دی؛ لسګونه ملکیانو او پوځیانو ته مرګژوبله اوښتې

د پاکستان په بلوچستان کې له خونړیو پېښو وروسته په دې ایالت کې  دوهمې ورځې لپاره هم انټرنیټي او ټلیفوني خدمتونه په بشپړ ډول پرې دي.

یو شمېر سیمه ییز خبریالان وايي، په مرکز کویټه کې ګرځبندیز نافذ شوی او هیچاته له کورونو د وتلو اجازه نه ورکول کیږي.

په پاکستان کې د افغان کډوالو د شورا مسولین وايي، دغه وضعیت په هغه ایالت کې میشت افغان کډوال هم له ستونزو سره مخ کړي دي.

Читайте на сайте