که په افغانستان کې یو شی له پیرلو وروسته عیب ولري، ایا پلورونکی یې بیرته اخلي؟
یو شمېر افغانان وایي، هغه توکي چې په بازارونو کې یې پیري که عیب ولري، پلورونکو ته یې د بیرته ستنولو په صورت کې له ستونزو سره مخ وي ځکه اکثره یې بې له سندونو پیري او په دې برخه کې سم خدمتونه نشته.
دوی وايي چې په ورځنیو معاملو کې د رسیدونو ورکول ډیر معمول ندي.
د کابل یوه اوسیدونکي چې نه یې غوښتل په راپور کې یې نوم خپور شي، وویل چې د پیر بل او رسید نه ورکول په بازار کې یوه عامه ستونزه ده.
ده له ازادي راډیو سره خبرو کې ټینګار وکړ چې د بیاځلي مراجعې لپاره رسید اړین دی: "هر جنس چې له بازاره اخیستل کېږي باید موږ ته بل راکړي،دا دویم ځل مراجعې لپاره مهم دی، چې موږ ترې مطمئن اوسو ځکه بیا چې دوکان ته ورځو، زموږ غږ څوک نه اوري، وایي چې له موږ مو نه دي اخیستي، له بل ځای مو پېرلي دي."
د بلخ ولایت اوسیدونکی خالد وايي چې په ځینو مواردو کې د افغانستان په بازارونو کې ان د پیر د سند د شتون په صورت کې هم له پلور وروسته مناسب خدمتونه نشته: "څه موده وړاندې، ما د جوسو یو ماشین واخیست، بیرته مې چې وروړ، او ومې ویل چې دا په سمه توګه کار نه کوي، پلورونکي وویل چې تاسو دا کارولی، نو زه یې بیرته نه شم اخیستلی، په داسې حال کې چې هره عمده یا پرچون کمپنۍ باید له پلور وروسته خدمات ولري، له بده مرغه داسې څه په افغانستان نشته، همدا چې وپلورل شي، لومړی او وروستی مالک یې پیرودونکی دی."
په کابل کې ځینې پلورونکي وايي چې دوی پیرودونکو ته په خپلو دوکانونو کې د راتلوونکو ستونزو د حل لپاره رسیدونه او تضمین لیکونه ورکوي خو ځینې یې بیا وايي چې پیرودونکي باید د توکو ترلاسه کولو مخکې ځانونه ډاډمن کړي، ځکه په خبره یې، وروسته خدمتونه نه وړاندې کیږي.
د برېښنايي توکو د پلورنځي مالک عبدالله عابد ازادي راډیو ته وویل: “بل لیکو، څوک چې وغواړي ګرانټي هم ورته لیکو چې یو کال ضمانت لري، په دې موده کې چې هره ستونزه رامنځته شي، موږ ورته خدمتونه لرو، ځکه هغه توکي چې مسترد کېږي هلته چې کمپنۍ وي، ګرانټي هم لري، موږ یې موتور ګرانټي کوو چې مثلا که وسوځي بل موتور ورکوو او که نورې ستونزې را منځته شي بیا نو د پېرودونکي مربوط کېږي.”
د کابل ښار په منډوي کې بیا د بوټانو د یو عمده پلورنځي پلورونکي فریدون په دې اړه ازادي راډیو ته وویل: “موږ ته کارتنونه په تړلي بڼه راځي، خو ممکنه ده چې د لارې په ترڅ کې د باربرۍ یا ګمرک پر مهال یې چسپ خلاص کړي او دوه جوړې واخیستل شي او بیرته یې وتړي، له دننه یې خدای خبر، که له پېر وروسته یې پیردونکی بیرته راوړي، موږ یې بیرته نه شو اخیستلی، ځکه تاوان دی او زموږ ټولو رسیدونو کې ورته لیکل شوي چې «د مال له ترلاسه کولو مخکې لومړی مو مال وګورئ چې وروسته یې موږ مسولیت نه منو.» داسې پېرودونکي هم لرو چې بېړه کې وي او وایي چې یوازۍ مال راکړئ چې ولاړ شو، دوی له ډېریو دوکانونو له رسید پرته هم مال اخلي.”
د افغانستان د کسبګرو او د خونې مشر شیرین اغا سخي د دې موضوع په اړه د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه کړې.
د سوداګریز چارو ځینې پوهان وايي چې د موجوده قوانینو له مخې، پلورنځي او مارکېټونه اړ دي چې پلور ثبت او پیرودونکو ته رسیدونه ورکړي.
له دې ډلې د سوداګرۍ برخې سلاکار رامش رسولیار ازادي راډیو ته وویل، که څه هم دا طرزالعملونه شته، خو په خبره یې په عمل کې ډیری افغانان د بازار له دود سره سم پیر کوي او رسیدونه نه ترلاسه کوي.
“خلک دودیز عمل کوي، څوک رسیدونه نه اخلي، خو په سترو فروشاتو کې بیا یو رسید ورکول کېږي او اکثرا د کوچني پېر او پلور لپاره بل یا رسیدونه نه ورکول کېږي، مثلاً د موبایل، ټلویزیون یا ځینو نورو برېښنايي وسایلو خرڅلاو کې رسید غوښتل کېږي، خو په ډېرو نورو مواردو لکه د بوټانو، جامو یا د کور وسایلو ته څوک رسید نه غواړي، دا افغانستان کې دود دی، خو د قانون او طرز العملونو له مخې داسې یو څه شته او ټول مارکېټونه د بلونو کتابچې لري چې باید خپل ټول پلور ثبت کړي.”
د سوداګرۍ د چارو ځینې پوهان وايي، تر کومه چې د پلور ثبتولو اړوند طرزالعملونه او مقررات په جدي توګه پلي نه شي او د رسیدونو غوښتلو کلتور په بازار کې بنسټیز نه شي، له پلور وروسته د خدماتو د نشتوالي په اړه د خلکو شکایتونه به دوام ولري.