World News in Pashto

پاکستان کې د عطايي ډاکټرانو ستونزه څومره جدي ده؟

په پاکستان کې يوشمېر خلک د درملنې لپاره عطايي یا غیر مستندو ډاکټرانو ته ورځي. روغتیاپالان وايي، دا په هېواد کې ډېره سنګینه مسله ده چې د عطايي ډاکټرانو لخوا د مرض د ناسم علاج او تشخیص له امله یې د خلکو ژوند ته ګواښ پېښ کړی دی. چارواکي وايي، دوی دا مني چې د مسلې په حل کولو کې پاتې راغلي دي، خو د هغوی په وينا که دوی دا ډول کلینیکونه بند کړي، نو بله ورځ نور خلاص شوي وي چې لامل يې د ضمانت کېدل دي. د فرانس پرېس اژانس له ویډیو جوړ راپور .

Читайте на сайте