World News in Pashto

اسلام اباد کې په تیرو دوه اونیو کې ۵ افغان خبریالان نیول شوي دي

د افغانستان د رسنیو د ملاتړ سازمان ( امسو  )وايي په تېرو دوه اونیو کې د پاکستان پولیسو په اسلام اباد کې پنځه افغان خبریالان او د رسنیو کارکوونکي نیولي دي.

اعلامیه وايي که څه هم یاد کسان له ډېرو هڅو وروسته خوشې شوي خو دغه پېښې ښيي چې پاکستان کې میشت افغان خبریالان له جدي امنیتي ګواښونو سره مخ دي.

Читайте на сайте