World News in Pashto

د ایران د سرښار تهران په یو بازار کې اورلګېدنې لسګونه دوکانونه سوځولي دي

ایرانیو چارواکو ویلي دی چې د فېبرورۍ په درېیمه په سرښار تهران کې اور لګېدنې له ۱۰۰ زیات دوکانونه سوځولي دي. اژانسونو هم داسې ویډیوګانې خپرې کړې دي چې ورکې په بازار د لګیدلي اور لمبې لیدل کېږي. په سملاسي ډول په دغه اور لګېدنه کې د ځاني تلفاتو په اړه څه نه دي ویل شوي.

ویډیويي راپور وګورئ.

Читайте на сайте