پوځ وايي بلوچستان کې په وروستیو نښتو او عملیاتو کې "۲۲ سرتېري، ۳۶ ولسي وګړي او ۲۱۶" مشکوک وسلوال وژل شوي دي
د پوځ د عامه اړیکو دفتر (ای اېس پي ار) د فبرورۍ پر پینځمه پر ووبپاڼه په بیان کې ویلي دي چې امنیتي سرتېرو د جنورۍ له ۲۹مې راهیسې د صوبې په بېلابېلو برخو کې د "ردالفتنه-۱" په نوم عملیات پیل کړي ول چې اوس پای ته رسېدلي دي.