یوناما: په افغانستان کې د ساینس په برخه کې د ښځو او نجونو نړیواله ورځ په خواشینۍ لمانځو
په افغانستان کې د ملګرو ملتو مرستندویه پلاوي( یوناما) د ساینس په برخه کې د ښځو او نجونو د نړیوالې ورځې په مناسبت نن په یوه بیان کې ویلي دي چې په افغانستان کې دا مهمه ورځ په ډیرې خواشینۍ سره لمانځو.
یوناما په خپل بیان کې چې په خواله رسنیو کې یې شریک کړی دی زیاتوي چې یو زر شپږ سوه اووه ورځې کیږي چې د افغانستان واکمنو چارواکو له دولس کلونو څخه د پورته عمر نجونو پر مخ د زده کړې دروازې بندې کړې دي.
یوناما په دې بیان کې یو ځل بیا په ټینګار سره له واکمنو چارواکو غوښتې دي چې دا بندیز لرې کړي.
د فبروري یولسمه په نړۍ کې د ساینس په برخه کې د ښځو او نجونو نړیواله ورځ ده چې په دې مناسبت د ملګرو ملتو سرمنشي انتونیو ګوتیرش هم د ټولې نړۍ له هیوادونو غوښتې دي چې د ښځو او نجونو د زده کړو او کارموندنې په لارو کې پراته خنډونه لرې کړي.