جاپانیان لا هم تورې جوړوي
په نړۍ کې د عصري وسلو له دودېدو راهیسې د تورو جوړولو صنعت په ختمېدو دی خو په جاپان کې لا هم کاریګر د اور او څټک په مرسته فولادي تورې جوړوي. په هغه هېواد کې د تورو جوړولو لپاره دا شرط دی چې کاریګر باید پینځه کلنې ځانګړې زده کړې وکړي او بریلیک یا سند هم ولري. پر ټولنیزو رسنیو د تنکي عمر هلکان او نجونه له تورو سره ډېره علاقه ښکاره کوي. د اې اېف پي له ویډیو جوړ راپور وګورئ.