د برلین د فلمونو فیستیوال نن پنجشنبې د افغان فلم جوړونکې شهربانو سادات په فلم پرانستل کیږي
د برلین د فلمونومشهور نړیوال فستیوال نن پنجشنبې د افغان فلم جوړونکې شهربانو سادات له خوا په جوړ شوي فلم پرانیستل کیږي.
د برلینالي فیستیوال اعلامیه وايي د «No Good Men» په نوم فلم به د فستیوال پرانیستونکی فلم وي.
دا فستیوال د نړۍ له مهمو سینمایي فیستوالونو څخه ګڼل کېږي. د «نو ګوډ مېن» د فلم ډایرکټره شهربانو سادات په ۲۰۲۱ کال کې له افغانستانه وتښتېده او اوس په هامبورګ کې ژوند کوي.
د برلینالي فیستوال په اعلامیه کې د دې فستیوال د مشرې، تریشیا توتیل، له قوله ویل شوي چې: "شهربانو سادات د نړۍ په سینما کې له تر ټولو هیجانوونکو غږونو څخه یوه ده."
شهربانو سادات له دې وړاندې هم د خپلو فلمونو « لیوه او پسه» او «روزنتون» له لارې د نړۍ په نورو معتبرو فلمي فستیوالونو کې ګډون کړی دی.