World News in Pashto

د نړیوال ۲۰ اوریز جام په سیالیو کې نن درې لوبې کیږي

د کرکټ د شل اوریز نړیوال جام د لوبو په دوام کې، سه شنبه، د فبروري په ۱۷ مه نیټه درې لوبې ترسره کیږي.د نیوزیلینډ او کاناډا، ایرلینډ او زیمبابوې، او سکاټلینډ او نیپال ټیمونه به یو بل سره مخ شي.د پرون په لوبو کې، د افغانستان د کرکټ ملي ټیم وتوانید چې متحده عربي اماراتو ته د پنځو ویکټو په توپیر ماتې ورکړي.دغه راز پرون د انګلستان ټیم د ایټالیا په وړاندې او د سیریلانکا ټیم د استرالیا په وړاندې بریا ترلاسه کړه.د افغانستان د کرکټ ملي ټیم راتلونکې لوبه د پنجشنبې په ورځ، د فبروري په ۱۹ مه نیټه د کاناډا په وړاندې ده.تر دې مخکې، افغان ټیم په روان T20 کرکټ نړیوال جام کې نیوزیلینډ او سویلي افریقا ته خپلې لوبې بایللي.دا نړیوال جام د هند او سریلانکا په ګډ کوربه توب دایر شوی دی.

Читайте на сайте