د امریکا او ایران چارواکي د مذاکراتو دوهم پړاو لپاره سویس کې خبرې کوي
تمه ده چې د امریکا او ایران چارواکي د سې شنبې په ورځ په سویس کې د مذاکراتو دوهم پړاو لپاره خبرې وکړي.
هدف دادی چې دواړه خواوې یوې موافقې ته ورسیږي چې د ایران اټومي پروګرام محدود کړي او د جګړې مخه ونیول شي.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي به په جینیوا کې د سپینې ماڼۍ له ځانګړي استازي سټیف ویټکوف سره د عماني چارواکو په منځګړيتوب غیر مستقیمي خبرې وکړي.
د امریکا او ایران چارواکو د دې میاشتې په پیل کې په عمان کې هم غیر مستقیمې خبرې اترې وکړې، چې دتیرې جون په میاشت کې د اسراییل او متحده ایالاتو لخوا د ایران په اټومي تاسیساتو له هوايي بریدونو وروسته لومړۍ دا ډول خبرې وې.
تهران ویلي چې د امریکا د درنو اقتصادي بندیزونو د لیرې کیدو په بدل کې د خپل اټومي پروګرام محدودولو ته چمتو دی ، خو د یورانیمو د غني کولو له حق څخه به لاس وانخلي.
واشنګټن هڅه کړې چې د خبرو اترو ساحه پراخه کړي ترڅو د ایران د بالستیک توغندیو پروګرام باندې محدودیتونه او په منځني ختیځ کې د وسله والو ډلو لپاره د تهران ملاتړ پای ته رسول هم په کې شامل شي، خو دا هغه مسئلې دي چې تهران یې د منلو وړ نه ګڼي.