په خیبرپښتونخوا کې په چاودنو او نښتو کې له دیرشو زیاتو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې
د پاکستان په شمال لویدیځ کې د دوشنبې د ورځې په دوو بم چاودونو او د پولیسو او وسله والو ترمنځ د نښتو په نتیجه کې لږ تر لږه ۱۱ امنیتي سرتیري او درې ملکي وګړي وژل شوي دي.
دا خبره یوه پاکستاني امنیتي چارواکي چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي، فرانسپرس آژانس ته کړې او ویلي یې دي چې په وژل شویو ملکیانو کې یو ماشوم هم شامل دی. په خیبر پښتونخوا ایالت کې په دغو جلا پیښو کې لږترلږه ۲۵ تنه نورټپیان شوي دي.
دې امنیتي چارواکي ویلي چې د دوشنبې په ماښام په یوه برید کې چې هغه ځانمرګی بللی، د خیبر پښتونخوا په قبایلي ولسوالۍ باجوړ کې د یوې دیني مدرسې له دیوال سره د چاودیدونکو توکو ډک موټر د ټکر په پایله کې د مدرسې د پولیسو او سرحدي ځواکونو اته تنه غړي ووژل شول او لس نور ټپیان شول.
د هغه په خبره چاودنې د څو نږدې کورونو چتونه هم ونړول، چې یو ماشوم پکې یې وواژه.
دې چارواکي همدارنګه وویل چې په بنو ښار کې په یوه بل برید کې، په یوه ریکشا کې ایښودل شوی بم د میران پولیسو په مرکز کې وچاودید، چې دوه ملکي وګړي یې ووژل او ۱۷ نور یې ټپیان کړل. په یوه بله پیښه کې په شانګله ولسوالۍ کې په نښتو کې د درې پولیسو او درې وسله والو د وژل کیدو خبر ورکړل شوی دی.
د دغو پیښو مسولیت تراوسه چا یا کومې وسله والې ډلې ندی اخیستی خو په سیمه کې ترډیره د پاکستاني طالبانو تحریک یا ټي ټي پي ډیره فعاله ده.