د امریکا د مدني حقونو د خوځښت مشر جسي جکسون د ۸۴کلنۍ په عمر ومړ
د امریکا د مدني حقونو د خوځښت مشر جسي جکسون د ۸۴کلنۍ په عمر ومړ.د جکسون کورنۍ پرون سه شنبې په یو بیان کې د هغه د مړینې په تایید سره ویلي،"زموږ پلار د خپلې کورنۍ سربیره، په ټوله نړۍ کې د بېوزلو او محرومو خلکو غږ او خدمتګار و".د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پر خپل سوشل ټروټ اکونټ په یو پیغام کې جکسون په نړۍ کې یو نه "تکراریدونکی" شخصیت یاد کړی دی.د ټرمپ په ټکو، جکسون د تور پوستو امریکایانو د مدني حقونو لپاره نه سترې کېدونکې مبارزه کړې ده.جکسون چې د مارتین لوتر کینګ له نژدې ملګرو و، له ۱۹۶۰ کالونو راهیسې په امریکا کې د تور پوستو امریکایانو د مدني حقونو د ترلاسه کولو لپاره کار کړی وو.هغه دوه ځلې د امریکا ولسمشرۍ ته په ۱۹۸۴ او ۸۸ کالونو کې د موکراتانو په استازیتوب ځان نوماند کړی و.جکسون په ۲۰۱۶ کال کې اعلان کړې و چې د پارکینسون په ناروغۍ اخته دی.