World News in Pashto

کابل کې ۵ کسه د قمار په جرم  او یو کس د لواطت په تور په عام محضر کې په درو ووهل شول

کابل او چهاراسیاب ولسوالۍ کې ۵ کسه د قمار په جرم او یو کس د لواطت په تور په عام محضر کې په درو ووهل شول.د طالبانو د حکومت سترې محکمې د چهارشنبې په ورځ ( دسلواغې په ۲۹ مه ) په خپل ویبسایټ ولیکل چې دغو کسانو ته د ابتدايي محکمو د پریکړو سره سم او د سترې محکمې له تائيد وروسته سزا ورکړل شوه.ستره محکمه زیاتوي چې دغه ۵ کسه په ۶ میاشتو تنفیذی حبس هم محکوم شوي او هر یو ۱۵ درې ووهل شول.دغه راز متهم کس پر ۲۹ درو تعزیري سزا محکوم شوی وو.د طالبانو د حکومت لخوا په عام محضر کې د سزاګانو تطبیق له ګڼو داخلي او بهرنیو انتقادونو سره مخ شوی دی خو طالبان وايی دا کار د شریعت له احکامو سره سم کوي.

Читайте на сайте