World News in Pashto

پاکستان په اسلام اباد کې د طالبانو مرستیال سفیر احضار کړی دی

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، په اسلام اباد کې یې د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغان سفارت مرستیال احضار کړی او په باجوړ کې یې پر پاکستانیو سرتېرو د بريد په تړاو ورته احتجاج کړی دی.وزارت د فبرورۍ پر ۱۹مه د مشال راډیو په ګډون نورو رسنیو ته په استولي بیان کې ويلي دي چې د فبرورۍ پر ۱۸مه یې په اسلام اباد کې پر افغانستان د واکمنو طالبانو تر انتظام لاندې د سفارت مرستیال وروباله او هغه ته يې د فبرورۍ پر ۱۶مه په باجوړ کې په یوه وسلوال برید کې د ۱۱ پاکستانيو سرتېرو د وژل کېدو پر پېښه "سخت احتجاج" وکړ.

بیان زیاتوي چې پاکستان په افغانستان کې د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) وسلوالې ډلې د مشرتابه "پر شتون ژوره اندېښنه" وښووله.

دا تر هغې وروسته ده چې د فبرورۍ پر ۱۶مه يو ځانمرګي بريدګر له باردو ډک ګاډی د باجوړ په نعمت خان کلي کې د پاکستانيو سرتېرو د امنيتي پوستې له دېوال سره وجنګاوه او وروسته نورو وسلوالو ورباندې ډزې وکړې.

د پاکستان پوځ د عامه اړيکو ادارې (ای اېس پي ار) تر بريد یوه ورځ وورسته په بیان کې وویل چې ۱۱ سرتېري يې وژل شوي او په عين حال کې يې دعوه کړې وه چې په ځوابي کارروايي کې يې ۱۲ وسلوال وژلي دي.

پوځ په بيان کې ليکلي ول چې وژل شوي وسلوال د "فتنة الخوارج" غړي ول. د پاکستان پوځ هغه اصطلاح د تحريک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) او حافظ ګل بهادر په ګډون د حکومت مخالفو وسلوالو ډلو ته کاروي.

ټي ټي پي د پوځ بیان ته غبرګون نه وو ښوولی او خپلواکو سرچينو هم د پوځ د دعوې تصديق نه دی کړی.

د فبرورۍ پر ۱۹مه د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت په بیان کې زياته کړې ده چې د طالبانو حکومت ته یې په "واضحو ټکو" ويلي دي چې که پاکستان د خپلې خاورې، سرتېرو او ولسي وګړو د خونديتوب په خاطر هر ځای د "فتنة الخوارج" وسلوال وموندل، نو د ختمولو لپاره یې د ځوابي اقدام حق لري.

د طالبانو حکومت لا د پاکستان د تازه بیان په اړه څه نه دي ويلي خو مخکې یې تل د اسلام اباد دا ډول تورونه رد کړي او زياته کړې يې ده چې د ټي ټي پي وسلوال په افغانستان کې نه بلکې په پاکستان کې دننه فعالیت کوي.

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي د ۲۰۲۵ز کال د ډېسېمبر پر درېیمه په کابل کې یوې غونډې ته په وینا کې وویل، له پاکستان سره ښه اړیکي غواړي خو په وینا یې، اسلام اباد "داسې غوښتنې" لري چې پوره کول یې ممکن نه دي.

د طالبانو حکومت په وار وار ويلي چې د افغانستان خاوره د پاکستان په ګډون د هېڅ یوه ګانډي هیواد پر ضد استعمالېدو ته نه پرېږدي.

خپله ټي ټي پي هم وايي چې وسلوال یې په پاکستان کې دي او په بل هېواد کې پټنځایونو ته اړتیا نه لري.

Читайте на сайте