د پاکستان او افغانستان د سوداګرۍ درېدو د پنجاب کروندګر تاواني کړي دي
له څه باندې څلورو میاشتو راهیسې د پاکستان او افغانستان ترمینځ د لارو بندېدو او سوداګرۍ درېدو له وجې د پنجاب کروندګرو ته لوی زیانونه اوښتي دي. کروندګر وايي، د دې له کبله د الوګانو بیه ټیټه شوې او په منډیۍ کې د کرنې لګښت هم نه پوره کوي. د ۲۰۲۵ کال په اکتوبر کې د پاکستانيو ځواکونو او په افغانستان کې د طالبانو د حکومتي سرتېرو ترمينځ تر نښتو وروسته د همهغې مياشتې له ۱۲مې نېټې راهيسې د تورخم او چمن په ګډون د دواړو هېوادونو ترمينځ يوشمېر لارې د تجارت او خلکو تګ راتګ پرمخ تړلې دي. په دې لړ کې د دواړو خواوو چارواکو د قطر او ترکیې په مینځګړتوب مذاکرات وکړل چې بې نتیجې پای ته ورسېدل. ویډيويي رپورټ.