World News in Pashto

د پکتیکا او ننګرهار په سرحدي سیمو د پاکستان هوايي حملې

د پاکستان حکومت ومنله چې په افغانستان کې یې پر اوه سیمو بریدونه کړي.


د پاکستان د اطلاعاتو وزارت د شنبې په شپه په یوه بیان کې لیکلي چې د افغانستان او پاکستان په پولو کې یې د پاکستاني طالبانو او د هغوی اړوند ډلو او داعش خراسان څانګې په اوه د دوی په خبره ترهګریزو کمپونو او پټنځایونو د استخباراتي معلوماتو په اساس دقیق او سم بریدونه ترسره کړي.


په بیان کې راغلي چې د پاکستان پوځ دا غچ اخیستونکي بریدونه د اسلام اباد په امام بارګاه د خونړۍ چاودنې، په بنو او باجوړ کې د جلا جلا چاودنو او بریدونو او شنبه بیا په بنو کې د برید په ځواب کې کړي.
هغه بریدونه چې د پاکستان په ادعا وسله والو د افغانستان له خاورې پلان کړي وو.
د افغانستان کورنۍ رسنۍ راپور ورکوي چې د پکتیکا په برمل او اورګون او د ننګرهار په غني خیلو، بهسود او خوګیاڼيو کې د پاکستان جټ الوتکو بمباري کړې ده.
په راپورونو کې راغلي چې په برملو کې یوه دیني مدرسه هدف ګرځول شوې.
لا د دغو بریدونو له امله د اوښتې مرګژوبلې په اړه راپورونه نه دي خپاره شوي.
د پاکستان حکومت په خپل بیان کې ادعا کړې چې په افغانستان کې د طالبانو حکومت د هغو وسله والو ډلو پر ضد پریکنده ګام نه دی پورته کړی چې پاکستان باندې بریدونه کوي.
طالبانو مخکې ویلي وو چې په پاکستان کې دننه بریدونه په دوی پورې اړه نه لري او نه دوی د افغانستان له خاورې په نورو د برید اجازه ورکوي.

Читайте на сайте