World News in Pashto

هند خپلو اتباعو ته سپارښتنه کړې چې ژر تر ژره له ایران ووځي

په داسې حال کې چې رپوټونه وايی ټرمپ په ایران باندې یو برید ته لیوالتیا ښودلې ،هند له خپلو اتباعو غوښتي چې سمدلاسه له ایران څخه ووځي.

د هند حکومت یو ځل بیا په ایران کې خپلو اتباعو ته سپارښتنه وکړه چې ژر تر ژره له دغه هیواده ووځي.

په تهران کې د هند سفارت د دوشنبې په ورځ په یوه نوې اعلامیه کې له خپلو اتباعو څخه غوښتنه وکړه چې خپل هیواد ته د ستنیدو لپاره د سوداګریزو الوتنو په ګډون د ترانسپورت له ټولو شته لارو څخه کار واخلي.

دا سپارښتنه په منځني ختیځ کې د جګړې د احتمال او د تهران او واشنګټن ترمنځ د کړکیچ د زیاتیدو د اندیښنو په ترځ کې راځي.

په اعلامیه کې په ایران کې له ټولو هندي اتباعو څخه داهم غوښتل شوي چې په غونډو یا لاریونونو کې له ګډون څخه ډډه وکړي، په ایران کې د هند سفارت سره په تماس کې پاتې شي، او د ممکنه پرمختګونو لپاره سیمه ایزې رسنۍ تعقیب کړي.

بلخوا ، نیویارک ټایمز د امریکا د حکومت د سرچینو په حواله راپور ورکړی چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په راتلونکو ورځو کې پر ایران یوهدفمند برید ته لیوالتیا څرګنده کړې ترڅو د ایران حکومت ته وښيي چې باید د اټومي وسلو د جوړولو له وړتیا په بشپړه توګه لاس واخلي.

Читайте на сайте