World News in Pashto

د ننګرهار په نازیانو ولسوالۍ کې د طالبانو او پاکستاني پوځیانو ترمنځ نښه شوې

د طالبانو د حکومت یوې معتبرې سرچینې ازادي راډيو ته تایید کړه چې نن له غرمې وروسته د ننګرهار د نازیانو ولسوالۍ د شاکوټ په سیمه کې د طالب سرحدي ځواکونو او پاکستاني پوځیانو ترمنځ نښه شوې ده.د دې سرچینې په خبره، نښه لومړی پاکستاني لورې پیل کړې.سرچینې دا ونه ویل چې نښه پای ته رسیدلی او که لا هم دوام لري.پاکستاني جټ الوتکو د یکشنبې په شپه د ننګرهار پر بهسودو ولسوالۍ هوايي بریدونه وکړل چې د یوې کورنۍ د ۱۸ غړو په ګډون په لسهاوو کسانو ته په کې مرګژوبله واوښته.د طالبانو حکومت له برید وروسته ویلي و چې په مناسب وخت کې به پاکستاني پوځیانو ته ځواب ورکړي.د پاکستان حکومت ویلي و چې په دغو هوايي بریدونو کې يې د داعش او ټي ټي پي یو پټنځای په نښه کړی و.

Читайте на сайте