World News in Pashto

د ایران او امریکا دریم پړاو خبرې له پرمختګونو سره ملې وې، بل پړاو اونۍ وروسته ترسره کیږي

د ایران او امریکا ترمنځ د غیر مستقیمو خبرو اترو دریم پړاو له شپږ ساعته بحثونو وروسته پای ته ورسېد.د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د امریکا له ځانګړو استازو ستیف ویټکاف او جرد کوشنر سره دا خبرې د دواړو لورو ترمنځ ( تر ټولو جدي ) وبللې.عراقچي ویلي، " ښه پرمختګونه مو درلودل، د یوې هوکړې عناصرو ته ننوتو، هم د اټومي حوزې او هم د بندیزونو په برخو کې."د خبرو دا پړاو پرون پنجشنبه په جینوا کې د عمان او د اټومي انرژۍ نړیوالې ادارې د مشر په منځګړیتوب ترسره شوې.عراقچي ویلي چې بل پړاو خبرې به شاوخوا یوه اونۍ وروسته ترسره شي.

Читайте на сайте