World News in Pashto

د کواټ پولیسو د ډاکترې د وژنې په تړاو د ۲ کسانو د نیولو دعوه کړې ده

د کواټ (کوهاټ) پولیسو څو ورځې مخکې د یوې ډاکترې د وژلو په تړاو د دوو کسانو د نیولو دعوه کړې ده. پولیسو د فبرورۍ پر ۲۶مه شپې مهال هغه کسان خبریالانو ته وړاندې کړل خو مخونه یې پټ کړي ول. د ډېوېژنل هېډکوارټر روغتون روغتیاپالانو د ډاکترې مهوش تر وژنې وروسته احتجاجي پرلت وهلی وو. پولیس وايي چې هغه ډاکتره مهوش د فبرورۍ ۲۲مې پر ماښام په روغتون کې تر دندې ختمولو وروسته کور ته روانه وه چې وسلوالو وویشته. د "ملګري ډاکترانو سازمان" یو غړي ډاکتر کاشف مشال راډیو ته ویلي ول چې پر هغه ورځ د یو کس له ډاکترې سره لفظي شخړه شوې وه. ویډيويي رپورټ.

Читайте на сайте