World News in Pashto

طالبانو د راه فردا ټلویزیون خپرونې بندې کړې

د طالبانو حکومت اعلان کړی چې دوی د محمد محقق له خوا تاسیس شوی ټلویزیون «راه فردا» بند کړی.د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ویاند خبیب غفران په خپله ایکس پاڼه د شنبې په شپه ناوخته لیکلي چې د :«د محمد محقق اړوند رسنیز آدرس، نشرات بند او ملکیتونه یې مصادره شول.» هغه دلیل راوړی چې د دوی حکومت ځکه راه فردا ټلویزیون تړلی او د محقق ملکیتونه یې مصادره کړي چې ګواکې محقق د پاکستان وروستي بریدونه جایزه بللي وو او د طالبانو انتقامي بریدونه یې غندلي وو.راه فردا ټلویزیون له ۲۰۰۶ کال راهیسې فعاله وو او تر ډېره یې مذهبي، فرهنګي پروګرامونه او خبرونه خپرول.دغه ټلویزیون د محمد محقق له خوا تاسیس شوی وو.محمد محقق د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته ترکیې ته تللی او هلته له خپلې کورنۍ سره مېشت دی.

Читайте на сайте