World News in Pashto

حيران خټک د پښتو ادب د پرون او نن په اړه غږېږي

د پښتو په مشرانو ليکوالانو کې حيران خټک يو له هغه څو کسانو څخه دی چې په ځوانۍ کې يې ژباړې ته پام کړی دی. هغه د صاحبزاده ادريس ليکلی ناول "پېغله" اردو ته ژباړلی دی. بلخوا نوموړي د چين ولسي کيسې او ځينې نور اثار له بېلا بېلو ژبو پښتو ته ژباړلي دي. حيران خټک د اووم صنف زده کونکی وو چې شاعري به يې په ورځپاڼو او مجلو کې چاپيدله. هغه تر ټولو کم عمرليکوال وو چې د ژوند حالات يې "د بنو ادب" نومې تذکره کې چاپ شوي ول. حيران خټک د کرک اوسيدونکی دی، زده کړې يې په بنو کې کړې دي، او په پېښور او اسلام اباد کې يې په "دعوت اکاډمۍ" او "انټرنيشنل اسلامک يونيورسټۍ" کې کار کړی دی.

Читайте на сайте