د برتانیې استازي د وضعیت په اړه کابل کې چارواکو سره خبرې وکړې
د افغانستان لپاره د بریتانیې ځانګړي استازي افغانستان کې د طالبانو د حکومت چارواکو سره دپاکستان او افغانستان ترمینځ د روانې شخړې په هکله خبرې کړي دي.
د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند حمد الله فطرت د دوشنبې په ورځ په خپله ایکسپاڼه ولیکل چې په انلاین غونډه کې د ریاست الوزراء د دفتر عمومي رئیس ډاکټر ملا عبدالواسع او رچارډ لینډزی ترمینځ د افغانستان او دسیمې د روانو حالاتو په هکله خبرې وشوې.
خبر زیاتوي چې بریتانوي استازي ریچارد لینډزي ویلي چې لندن وضعیت له نږدي څاري ، جنګ د حل لاره نه ده نو ښه به وي چې منځګړي هیوادونه لاس په کار او ستونزې د خبرو له لارې حل شي.
ملا عبدالواسع ویلي چې دطالبانو حکومت تل د نړۍ ، سیمې او ګاوڼدیو هیوادونو سره د حسنه اړیکو ټینګار کړی ، افغانستان او پاکستان له پخوا ښې اړیکې او همکارۍ لرلې اود مذاکراتو ټیم له دوی سره ناستې کړي خو په ټکو یې "د هغوی دغیرمعقولو غوښتنو له امله هم مذاکرات بې پایلې وو او هم یې جنګ غوره کړ چې عواقب به یې ښه نه وي."
افغانستان کې د طالبانو د حکومت د ځواکونو او پاکستاني قواوو ترمینځ نښتې او هوايي بریدونه دوام لري او د دوشنبې په ورځ په کنړ دپاکستاني لورې په بریدونو کې د ولسي خلکو د مرګ ژوبلې رپوټ هم ورکړل شو.