World News in Pashto

ترکیه وايي د پاکستان او افغانستان کې د طالبانو حکومتونو ترمینځ د اوربند هڅه کوي

د ترکیې ولسمشر او د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف د منځني ختیځ د تازه شخړو او د پاکستان او په افغانستان کې د طالبانو د حکومتي سرتېرو ترمینځ د جګړې په اړه ټېلېفوني خبرې کړې دي.شهباز شریف د مارچ پر درېیمه پر اېکس (پخواني ټوېټر) لیکلي، اردغان ته یې ویلي چې پر ایران د اسراییلو حمله او "په نتیجه کې یې" پر خلیجي هېوادونو د "افسوسناکه بریدونو سخته غندنه" کوي.

شریف وايي، ترکی ولسمشر یې خبر کړ چې د خلیجي هېوادونو له مشرتابه سره یې رابطه کړې او ورسره یې د پاکستان "یووالی بیاتایید" کړی دی.

نوموړی وايي، له اردغان سره یې "په افغانستان کې د وروستیو پرمختګونو" په اړه هم خبرې وکړې او په سیمه کې د امنیت او ټیکاو لپاره به له یو بل سره نېږدې او دوامداره تماس ساتي.

د پاکستان وزیراعظم دفتر البته په بیان کې پر ایران د امریکايي بمباریو یادونه نه ده کړې.

بل پلو د ترکیې ولسمشر دفتر هم د مارچ پر درېیمه پر اېکس لیکلي دي چې اردغان له شریف سره د دوه اړخیزو اړیکو ترڅنګ د سیمې پر حالاتو هم خبرې کړې دي.

بیان وايي، اردغان په پاکستان کې "ترهګر بریدونه" غندي او د "ترهګرۍ پر ضد په جګړه" کې له پاکستان سره ولاړ دی.

د اردغان دفتر وايي چې ترکیه د پاکستان او په افغانستان کې د طالبانو حکومت ترمینځ د "بیا اوربند کولو" هڅې کوي.

دواړو مشرانو پر داسې مهال له یو بل سره ټېلېفوني خبرې کړې دي چې اسراییلو او امریکا پر ایران حملو ته او تهران په ځواب کې په منځني ختیځ کې پر امریکايي اډو او تاسیساتو او پر اسراییلو د توغندیو ویشتلو دوام ورکړی دی او داراز، د پاکستان او طالبانو د حکومتي سرتېرو ترمینځ د ډېورنډ کرښې په اوږدو کې پر شاوخوا سیمو له هغه وخت راهیسې نښتې روانې دي چې پاکستان د فبرروۍ پر ۲۱مه او ۲۲مه پر افغانستان بریدونه وکړل.

د طالبانو د حکومت د دفاع وزارت د فبرورۍ پر ۲۲مه پر ووبپاڼه په بیان کې ویلي ول چې "پاکستاني پوځي رژیم" پر ننگرهار او پکتیکا ولایتونو په حملو کې ولسي وګړو ته مرګژوبله اړولې وه.

د دې په ځواب کې بیا د طالبانو حکومتي سرتېرو د فبرورۍ پر ۲۶مه پر پاکستانیو سرتېرو حملې وکړې.

د پاکستان حکومت وايي چې پر افغانستان یې تېره میاشت په اسلام اباد کې پر امام باړې او په باجوړ او بنو کې دبریدونو په ځواب کې بمباري کړې وه او پکې یې د وسلوالو ډلو مرکزونه په نخښه کړي ول خو په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندويه ماموریت (يوناما) تایید کړې وه چې د ننګرهار په بمبارۍ کې ولسي وګړي په نخښه شوي ول.

د پاکستان حکومت په تېرو څلورو کلونو کې په بیا بیا پر طالبانو تور پورې کړی دی چې هلته یې د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) په ګډون اسلام اباد مخالفه وسلوالو ته پټنځایونه ورکړي دي.

د طالبانو حکومت په وار وار ويلي چې د افغانستان خاوره د پاکستان په ګډون د هېڅ یوه ګانډي هیواد پر ضد استعمالېدو ته نه پرېږدي.

خپله ټي ټي پي هم وايي چې وسلوال یې په پاکستان کې دي او په بل هېواد کې پټنځایونو ته اړتیا نه لري.

Читайте на сайте