World News in Pashto

مولانا فضل الرحمان: د پاکستان او طالبانو حکومتونه لا هم د خبرو اترو موقع لري

د جمعیت علمای اسلام (ف) مشر مولانا فضل الرحمان ویلي دي چې په داسې وخت کې چې د پاکستان او په افغانستان کې د طالبانو د حکومتي سرتېرو ترمینځ نښتې کېږي، لا هم د خبرو اترو موقع لري. نوموړي د مارچ پر څلورمه له مشال راډيو سره په ځانګړې مرکه کې وویل، دوه کاله مخکې په کابل کې له طالب چارواکو سره په ملاقاتونو کې پوهېدلی وو چې هغوی له اسلام اباد سره د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) وسلوالو په ګډون پر ټولو موضوعاتو مذاکراتو ته تیار دي. پاکستان په بیا بیا تور پورې کوي چې طالبانو د ټي ټي پي په ګډون نورو وسلوالو ته پټنځایونه ورکوي خو د طالبانو حکومت هم په وار وار دا تور رد کړی او وايي د افغانستان خاوره د هېچا پرضد کارېدو ته نه پرېږدي. له مولانا فضل الرحمان سره بشپړه مرکه وګورئ.

Читайте на сайте