World News in Pashto

متقي : افغانستان له تحمیلي جګړې سره مخ دی

په افغانستان کې د طالبانو حکومت په سیمه کې روانې جګړې او کړکیچونه د اندیښنې وړ بولي او ټینګار کوي چې ستونزې د خبرو له لارې حل شي.

د طالبانو د حکومت بهرنیو چارو وزیر د بهرنیو هیوادونو سفیرانواو دنړیوالو سازمانو له استازو سره د روژه ماتې په غونډه کې په افغانستان باندې د پاکستان بریدونه وغندل او وویل چې پاکستاني ځواکونو په ختیځو او جنوب ختیځو ولایتونو کې بمبارد کې د ښځو او کوچنیانو په شمول ولسي خلک وژلي دي.

امیرخان متقي وویل چې افغانستان د پاکستان له لورې له یو تحمیلي جنګ سره مخ دی او دافغانستان دفاعي اقداماتو کې په پوځي اهدافو تمرکز شوی دی.

په داسې حال کې چې اسلام اباد وايي چې د تحریک طالبان پاکستان کسانو په افغانستان کې پناه اخیستې او له هغه ځایه پاکستان کې دننه بریدونو تنظیموي او کوي یې متقي یو ځل بیا وویل چې د TTP ستونزه یوه پخوانۍ او د پاکستان کورنۍ مسئله ده او واک ته د طالبانو له راتګ سره نه ده رامینځ ته شوې.

امیرخان متقي د امریکا ،اسرائیلو او ایران ترمینځ جګړه د سیمې او نړۍ د امنیت لپاره ګواښ وباله اوخواشیني یې څرګنده کړه چې دغه نښتې دسیمې نورو هیوادونو ته غځیدلي اوغوښتنه یې وکړه چې ستونزې باید د خبرو له لارې حل شي.

Читайте на сайте