World News in Pashto

امريکا افغانستان "د غير عادلانه بند د ملاتړي هېواد" په توګه نومولی دی

د امريکا د بهرنيو چارو زير مارکو روبیو د مارچ پر نهمه اعلان وکړ چې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان "د غير عادلانه بند د ملاتړي هېواد" په توګه نوموي. نوموړي د مارچ پر نهمه ناوخته پر اېکس پاڼه په خپاره کړي بيان کې ويلي دي چې دا پرېکړه یې ځکه کړې چې د طالبانو حکومت "د ترهګرو ډلو د طریقو په کارولو سره امريکايي وګړي د خپلو ګټو لپاره کاروي."

روبيو پر طالبانو غږ کړی دی چې ډېنیس کويل او شاه محمود حبیبي دې سمدستي خوشې کړي.

حبیبي افغان ټبره امريکايي دی چې په تېر جمهوري حکومت کې یې هم دنده درلوده.

د امريکايي چارواکو په وينا هغه په ۲۰۲۲ز کال کې طالبانو نیولی دی خو طالبان د نوموړي نيول نه تاييدوي.

د يادونې ده چې طالبانو د ۲۰۲۵ز کال په مارچ کې دوه امريکايي وګړي له بنده خوشې کړي ول.

بلخوا په افغانستان کې د طالبانو حکومت ويلي دي چې له امریکا سره ښې اړیکي غواړي او هېڅ امريکايي وګړی یې د سیاسي ګټو لپاره نه دی بندي کړی.

د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت د مارچ پر ۱۰مه په يوه خبرپاڼه کې وويل چې د بندیانو پر موضوع یې څو ځله د قطر په منځګړيتوب له امريکايي چارواکو سره "ګټورې خبرې" کړې دي او دې لړۍ ته دوام ورکول غواړي.

Читайте на сайте