World News in Pashto

پر ایران د امریکا او اسراییل د بریدونو دوام؛ د ایران په بېلابېلو ښارونو کې د چاودنو غږونه اورېدل شوي

پر ایران د امریکا او اسرائیل د عملیاتو د ۱۲مې شپې او ۱۳مې ورځې په ترڅ کې د دې هېواد پر څو ښارونو، لکه تهران، کرج، اصفهان، کاشان او شاوخوا سیمو بریدونه شوي دي.

د راپورونو له مخې، د نن پنجشنبې د سهار (۲۱ حوت) د په پرند، کرج او کاشان په ښارونو کې د پرله‌پسې چاودنو غږونه اورېدل شوي دي.

د کاشان اوسېدونکو ویلي چې د سهار د څلورو بجو او لسو دقیقو ترمنځ لږ تر لږه څو چاودنې شوې دي. ځینو ویلي چې د چاودنو شدت دومره قوي و چې کورونه یې ولړزول او د جنګي الوتکو غږونه هم د ښار په اسمان کې اورېدل کېدل.

د ازادې اروپا/ ازادي راډیو ایراني څانګې راډیو فردا د راپور له مخې، د سهار په شاوخوا څلور بجې په اراک ښار کې هم د چاودنو راپورونه ورکړل شوي دي.

همداراز راپورونه خپاره شوي چې د حسن‌آباد فشافویه صنعتي ښارګوټی او د پرند صنعتي ښارګوټی هم ویشتل شوي دي.

له بلې خوا د امریکا د پوځ مرکزي قوماندانۍ سنټکام د ویډیوګانو په خپرولو سره اعلان کړی چې درنو پوځي الوتکو د ایران پر ځینو هدفونو بریدونه کړي دي.

د اسرائیل پوځ هم ویلي چې د هغه څه پر ضد چې دوی یې «په تهران کې د ایران د رژیم بنسټونه» بولي، د بریدونو «پراخه څپه» پیل شوې ده.

په همدې حال کې په اهواز ښار کې هم د څو چاودنو د اورېدو راپورونه خپاره شوي دي. د ښار ځینو اوسېدونکو ویلي چې د سهار شاوخوا ۶:۵۰ بجې لږ تر لږه څو پرله‌پسې چاودنې اورېدل شوې او د جنګي الوتکو د الوتنې غږ هم د څه مودې لپاره د سیمې په اسمان کې دوام درلود.

Читайте на сайте