World News in Pashto

پاکستان وايي، په افغانستان کې یې غچ اخیستونکي بریدونه دوام لري

پاکستان وايي په افغانستان کې یې غچ اخیستونکي عملیات دوام لري او د پاکستان ـ افغانستان ترمنځ د دیورند کرښې په اوږدو کې یې د بلوچستان ایالت ژوب ولسوالۍ ته څېرمه یې د افغانستان څو پوستې په نخښه کړي دي.

پاکستاني ورځپاڼو نن (پنجشنبې) د خپل هیواد د امنیتي سرچینو په قول ویلي چې د دې عملیاتو په ترڅ کې یې افغان طالبانو ته مرګ ژوبلې اړولې دي.

د افغانستان د طالبانو حکومت د پاکستان د دې تازه ادعا په اړه څه نه دي ویلي خو په وروستیو څو ورځو کې پر دیورند کرښه د نښتو په اړه ډېر څه نه ویل کېږي.

په همدې حال کې د پاکستان د درو مذهبي مشرانو یو پلاوی کابل ته تللی چې له طالبانو سره د روغې جوړې په اړه خبرې وکړي.

خو په همدې منځ کې د پاکستان پوځ ویلي چې عملیات به یې تر هغو دوام لري چې خپلو ټاکلو هدفونو ته رسېدلي نه وي.

Читайте на сайте