World News in Pashto

پاکستان؛ کندهار کې مو د ترهګرو پټنځایونه په نښه کړي، خو مجاهد وايي، د معتادینو روغتون په نښه شوی

پاکستان ادعا کړې چې پر کندهار ښار د تیرې شپې په بریدونو کې يې پوځي تاسیسات او د "ترهګرو پټنځایونه" په نښه کړي دي.

فرانس پریس خبري اژانس د پاکستاني پوځي سرچینو په حواله نن یکشنبې د (مارچ۱۵مه) لیکلي، "کندهار کې د تخنیکي ملاتړ او فني تجهیزاتو ډیپوګانې په نښه شوي دي".

وړاندې راغلي،"په دغو بریدونو کې هغه تونل هم په نښه شوی چې د افغان او پاکستاني (ټي ټی پي) طالبانو له خوا کارول کیده".

خو د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د بریدونو په تایید سره ادعا کړې چې پاکستاني ځواکونو په کندهار کې د معتادینو د درملنې پر روغتون او یو خالي کانتنر بریدونه کړي دي.

د مجاهد په ټکو، "بریدونو ځاني او مالي تلفات نه درلودل".

پرون شنبې یو شمیر پاکستاني رسنیو ادعا کړې وه چې په کندهار کې د استخباراتو ریاست او د طالبانو د رهبر ملا هیبت الله اخندزاده اړوند د ځانګړو ځواکونو قطعه يې هدف ګرځېدلې ده.

څه باندې دوه اونۍ کیږي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ جګړه روانه ده.

Читайте на сайте