World News in Pashto

۲۱کسان نن یکشنبې په کابل کې په درو وهل شوي دي

۲۱کسان نن یکشنبې په کابل کې په درو وهل شوي دي.د طالبانو سترې محکمې اعلان کړی چې د ابتدايي محکمې د پریکړې له مخې دغه ۲۱کسان د مخدره توکو او الکولي مشروبات د خرڅلاو په تور په درو وهل شوي دي.د محکمې د اعلان له مخې، تورن کسان له لسو تر ۳۹ درو وهل شوي او له ۷ میاشتو نیولې تر دریو کالنو په زندان محکوم شوي.د طالبانو له خوا د بدني سزاګانو عملي کیدل پراخ غبرګونه راپارولي دي.د ملګرو ملتونو کارپوهان وايي، په افغانستان کې په عام محضر کې د طالبانو له خوا د بدني سزاګانو پلي کیدل د بشري حقونو او نړیوالو قوانینو نقض دی.خو طالبان وايي، دا شرعي امر دی او پر پلې کیدو يې تاکید کوي.

Читайте на сайте