د طالبانو حکومت : کابل کې د معتادانو په روغتون د پاکستان برید کې د مړو کسانو شمیر ۴۰۰ تنو ته ورسید
افغانستان کې د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت ادعا کوي چې په کابل کې د معتادانو د درملنې په یوه روغتون باندې د پاکستان د هوايي برید د مړو شمیر ۴۰۰ تنو ته ورسیده او ۲۵۰ تنه نور ټپیان دي.
حمد الله فطرت زیاتوي چې د "امید ۲ زره بستریز روغتون" په نښه شوی او د ټپيانو د ژغورنې لپاره او دا جسادو د راویستلو لپاره هلې ځلې روانې دي.
خو د پاکستان د اطلاعاتو وزارت مخکې ادعا کړې وه چې په دقیقو بریدونو کې یې "پوځي تاسیسات او د تروریستانو د ملاتړ زیربناوې" په نښه کړي دي.
اسلام اباد وویل چې کابل او ننګرهار کې یې بریدونه کړي دي.
ازادي راډیو د خپلواکو سرچینو لخوا ددواړو خواوو د ادعاوو تایید نه شي ترلاسه کولای.
تر دې مخکې د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد په خپله ایکسپاڼه کې دغه برید "د ټولو منل شویو اصولو خلاف بشرضد عمل " بللی وو.
د فرانسې خبري اژانس په کابل کې دخپلو خبریالانو له قوله رپوټ ورکړ چې هغوی پلازمینه کې د درنو چاودنو غږ اوریدلی دی او د طالبانو د حکومت دافع هوا سیستم خپل فعالیت پیل کړ.
د فرانسې خبري اژانس رپوټ ورکړ چې د شپې د ۹:۰۰- ۹:۱۵ موده کې د څوچاودنو غږ واوریدل شو او د کابل د شهرنو او وزیر اکبرخان سیمو کې لوګی ولیدل شو.